اسرایلي ځواکونو په تازه عملیاتو کې ۷۰ فلسطینیان شهیدان کړي دي

0
154

باغی ټي وي رپورټ
په غزه کې د اسرائیلي پوځیانو وحشت دوام لري، چې په تازه عملیاتو کې ۷۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، اسرائیلي پوځ د دوشنبې په ورځ د مقزي د کډوالو په کمپ بمباري وکړه، چې له امله یې ۷۰ فلسطینیان ووژل شول.

د فلسطین د روغتیا وزارت د کډوالو پر کمپ باندې د اسرائیلو دغه برید د فلسطینیانو قتل عام بللی دی.

له بلې خوا د اسرائیلو پوځ له حماس سره روانه جګړه یوه پېچلې جګړه بللې چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر اسرائیلي پوځیان هم وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، د غزې په شمالي برخه کې له یوه تونل څخه د پنځو نورو یرغمل شویو کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د خلیجي مېډیا له مخې اسرائیلي پوځ د جینین کډوالو په کیمپ هم چاپه وهلې چې پکې لس کورونه تلاشي شوي خو څوک نه دي نیول شوي.

د ميډيا رپورټونو ترمخه په دغه دوران کښې اسرائيلي فوځ پرله پسې اعلانونه کول او له فلسطيني جنګياليو يې وغوښتل چې تسليم شي خو په دغه دوران کښې څوک نه دي نيول شوي.
د دې تر څنګ د اسرائيلو پوځ د لوېديځې غاړې په نابلس ښار کې هم چاپه وهلې چې پکې د سپين ږيرو په ګډون شل تنه نيول شوي دي.

د ميډيا رپورټونو ترمخه اسرائيلي فوځ د اکتوبر له اوومې نيټې راهسې د مقبوضه لويديځه غاړه نه 4600 فلسطينيان نيولي دي او د اسرائيلو په ظلمونو کښې د شهيد شويو فلسطينيانو شمير 20424 ته رسيدلی او له 54000 څخه زيات ژوبل شوي دي.

Leave a reply