د نامزدګۍ کاغذونو باندي د اعتراضونو اوريدو لپاره ټريبيونل جوړ کړے شوے دے

0
195

باغي ټي وي رپورټ
د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن جاري کړے د 2024 عام انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو باندي د اعتراضونو اوريدو لپاره ټريبيونل جوړ کړے شوے دے۔

نوټيفيکيشن ترمخه د پيښور هائي کورټ 5 ججان به د ټربيونل ججانو په حيث اعتراضات اوري او د لاهور هائي کورټ نهه ججان به د ټربيونل ججانو په توګه د نامزدګي کاغذونو اعتراضونه اوري۔
د اسلام آباد هائي کورټ دوه ججان به د ټربيونل ججانو په حيث اعتراضات اوري او د بلوچستان هائي کورټ دوه ججان به د ټربيونل ججانو په حيث اعتراضونه اوري۔

د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن له مخې د سنده هائي کورټ شپږ ججان به د نامزدګۍ کاغذونو باندې د اعتراضونو اوريدنه کوي۔

ياده دې وي چې د عامو انتخاباتو لپاره به د نامزدګۍ کاغذونو پلټنه نن نه شروع کيږي چې پکښې د کاغذونو د تفتیش موده د اوو نه پنځو ورځو ته راکمه شوې ده.

سکروټني به د دسمبر تر 30 پورې وي او د نامزدګۍ کاغذونو د منلو یا ردولو په ضد به د جنورۍ تر 3مې نیټې پورې اپیلونه کولي شي. الیکشن ټربیونل به د جنورۍ تر 10مې نیټې پورې په دې اپیلونو فیصله کوي.

Leave a reply