د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په اقتدار کښې راتلو سره په وفاق کښې د 17 لويو وزارتونو د بندولو او په خلقو د 300 اربه روپو لګولو اعلان کړے دے
باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په اقتدار کښې راتلو سره په وفاق کښې د 17 لويو وزارتونو د بندولو او په خلقو د 300 اربه روپو لګولو اعلان کړے دے۔
نوابشاه کښې د بختاور ګرلز کیډټ کالج پاسنګ آوټ پریډ ته خطاب کښې بلاول بهټو زرداري اوویل چې سرې، انرجي او نورو شعبو کښې د ۱۵۰۰ اربه روپو سبسډي به په مستقیمه توګه مزدورانو او بزګرانو ته ورکول کیږي.
بلاول بهټو زرداري وويل اقتدار کې راتلو سره به کروندګرو، مزدورانو، ځوانانو او غريبانو ته تر 300 يونټ پورې مفت بجلي ورکوي.
ده ووئيل چې دوي به د سولر او ونډ پاور پروجيكټس په لګولو سره خپله بجلي پيدا كوي٬ د واپډا او كي اليكټرك ته به ضرورت نه وي۔
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن وويل راتلونكې حكومت دې په پنځو كلونو كښې د معاشونو دوه چنده كولو وعده وكړي، زاړه سياستوال د پاكستان ماضي دي، تاسو مستقبل يئ، مونږ به په ګډه كار كوو او د هېواد په پرمختګ كښې به ونډه اخلو.