د راولپنډۍ پولیسو د مخدره توکو د قضیو د خراب تحقیقاتو له امله 33 افسران او چارواکي له دندو ګوښه کړل

0
207

باغی ټي وي ربورټ
د راولپنډۍ پولیسو د مخدره توکو د قضیو د خراب تحقیقاتو له امله 33 افسران او چارواکي له دندو ګوښه کړل.

د پنډي پوليس وياند ترمخه په برطرفه شوي کسانو کښې 9 سب انسپکټران، 11 اسسټنټ سب انسپکټران، يو هيډ کانسټبل او 12 کانسټيبل شامل دي۔

د پنډي پوليس وياند وئيلي دي چي دغه افسران او اهلکار د رسمي تحقيقاتو نه پس برطرفه کړے شوي دي۔

وياند ووئيل چې د رياستي تحقيقاتو په مهال د غفلت او غير مسلکي رويې څرګندونه شوې، د نشه يي توكو په ضد كاروائۍ كښې كومه غفلت او غلطي نه شي زغملې۔

Leave a reply