د پنجاب صوبې اليکشن کمشنر د پاکستان تحريک انصاف اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونو اخستلو پيښې نوټس اخستې دې

0
237

باغی ټي وي ربورټ
د پنجاب صوبې اليکشن کمشنر د پاکستان تحريک انصاف اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونو اخستلو پيښې نوټس اخستې دې۔

صوبائي اليکشن کمشنر د پنجاب پوليس چيف سيکرټري او انسپکټر جنرل ته د فوري اقدام لپاره خط ليکلي دي۔

صوبائي اليکشن کمشنر د پنجاب آئي جي او چيف سيکرټري ته په سمدستي توګه د مداخلت کولو هدايات کړي او وئيلي دي چي په ميډيا کښي د پي ټي آئي اميدوارانو نه د نامزدګي کاغذونه اخستلو پيښې رامخي ته کيږي۔

خط کښې وئيلي شوي چې د ميډيا رپورټونو له مخې د پي ټي آئي اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه د آر او دفترونو نه ايستل کيږي، اليکشن کميشن د پيښي د حل لپاره متعلقه چارواکو ته خطونه ليکلي خو هيڅ ګام نه دې اخستي۔

د خط د متن له مخې ریټرننګ افسران هم موجوده صورتحال قابو کولو کښې ناکامه دي.د پنجاب صوبې اليکشن کمشنر هم د دې پيښو په اړه سيکرټري اليکشن کميشن ته خبر ورکړو۔

Leave a reply