پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ نون او متحده قومي موومنټ پاکستان هم د انتخاباتو کمېشن ته د مخصوصو څوکیو لپاره د خپلو ترجیحاتو فهرستونه جمع کړي دي.

0
195

باغی ټي وي رپورټ
د ۲۰۲۴م عام انتخاباتو لپاره د مختلفو ګوندونو د امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو وروستو پیپلز پارټۍ، مسلم لیګ نون او متحده قومي موومنټ پاکستان هم د انتخاباتو کمېشن ته د مخصوصو څوکیو لپاره د خپلو ترجیحاتو فهرستونه جمع کړي دي.
پيپلز پارټۍ په قامي اسمبلۍ کښې د زنانو لپاره مخصوص سيټونو کښې شازيه مري په اولني، نفيسه شاه په دويم او د سندهـ نه شګفته جماني په دريم نمبر ده.
پیپلز پارټۍ هم سیده شهلا رضا او مهتاب اکبر راشدي د ایم این ایز په توګه جوړول غواړي.
د ترجیحي لیست له مخې که پیپلز پارټۍ له سنده لویه بریا ترلاسه کړي نو ناز بلوچ او شرمیلا فاروقي به هم د قامي اسمبلۍ غړې شي.

عذرا فضل پيچوهو به د سندهـ صوبايي اسمبلۍ کې د پيپلز پارټۍ لومړۍ ترجيح وي، په داسې حال کې چې بي بي ياسمين شاه، نزهت پټان، رخسانه شاه، هير سوهو او ندا خارو هم د پيپلز پارټۍ په ترجيحي فهرست کې شامل دي.

د مسلم ليګ (ن) لخوا وړاندې کړل شوي ترجيحي فهرست له مخې د پنجاب نه قومي اسمبلۍ کښې د زنانو لپاره مخصوص سيټونو لپاره طاهره اورنګزېب په اول او مريم اورنګزېب په دريم ترجيح اعلان شوې دې۔

شائستہ پرویز ملک او نزهت صادق هم د مسلم لیګ د خوښې ټکټ ترلاسه کړی دی، په داسې حال کې چې شازا خواجه، زیب جعفر او انوشه رحمان به هم د قامي اسمبلۍ په مخصوصو څوکیو امیدواران وي.

Leave a reply