د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر خواجه اصف د عثمان ډار د مور د تورونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده

0
83

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر خواجه اصف د عثمان ډار د مور د تورونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

په خپله يوه مرکه کې خواجه اصف وويل دجمعې په ورځ داحتساب عدالتي ريمارکس ميډيا مخې ته راغلي دي، عدالت غوښتنه کوي چې دسيالکوټ پيښې دڅيړنې حکم دې ورکړل شي.

د مسلم ليګ نون مشر وويل د پي ټي آئي انټر پارټي اليکشن د قانون مطابق نه دې شوي او د اليکشن کميشن په فيصله تبصره کول نه غواړي۔
په کراچۍ کې د ایم کیو ایم سره د څوکۍ په اړه د خبرو په مهال هغه وویل چې که شهباز شریف د کراچۍ نه په انتخاباتو کې برخه اخلي نو ښه خبره ده، هغه د شهباز شریف د څوکۍ په اړه له ایم کیو ایم سره خبرې کولی شي.

پر خواجه آصف د عثمان ډار د مور تورونه، د مسلم لیګ ن د مشر غبرګون هم مخې ته راغلی

د يادونې وړ ده، چې د عثمان ډار مور څو ورځې وړاندې په يوه ويډيويي وينا کې د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند پر مشر خواجه اصف د بريد تور پورې کړی و او ويلي يې وو، چې شلو بريدګرو د کور دروازه ماته کړه او زما کميس يې هم وشولولو او يو ځل بيا ی زما پر کور بريد وکړو.

Leave a reply