د پاکستان تحريک انصاف پارليماني غړي پرويز خټک وئيلي دي کومو پارټو چي د ملک د ادارو په ضد د نفرت سياست کوي هغه ختم شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف پارليماني غړي پرويز خټک وئيلي دي کومو پارټو چي د ملک د ادارو په ضد د نفرت سياست کوي هغه ختم شوي دي، د بيټ په نخښه کيدو سره به د پي ټي آئي نوم او نشان هم ختم شي۔
نوښار کښي ورکرز کنونشن ته خطاب کښي پرويز خټک اوويل چي پي ټي آئي پارټي به د ماضي برخه شي ځکه کومو پارټو چي په تير وخت کښي د ملک د ادارو په ضد د نفرت سياست کړي وو هغه يا ختم شوي دي او يا هغه جماعتونه صرف په صوبو کښي دي۔ یا دا د ولسوالۍ ګوند شو.
هغه زیاته کړه چې د تحریک انصاف بنسټ ایښودونکی په اصل کې له اصف علي زرداري او نواز شریف څخه هم په کرپښن کښې ډیر وړاندې وو.ږ