پر غزې د اسرائیلو وحشیانه بمبارۍ دوام لري، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي

0
64

باغی ټي وي رپورټ
پر غزې د اسرائیلو وحشیانه بمبارۍ دوام لري، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي او په غزه کې ۵ اسرائیلي یرغمل شوي هم د صهیونیسټي یرغل په هدف وژل شوي دي.

اسرائیلي پوځیانو فلسطینیانو ته ګواښ کړی چې د غزې له مرکزي سیمې هم ووځي.د غزې په مرکزي سیمه کې د نصرت په کمپ په برید کې ۱۸ فلسطینیان شهیدان شوي او د غزې په تړانګه کې د کورونو د بمبار په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه شهیدان شوي دي. جبالیه کمپ..

د فلسطیني رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې، د شهیدانو شمېر ۲۰ زره ۲۵۸ تنو ته رسېدلی او تر ۵۳ زرو ډېر ټپیان شوي، په شهیدانو کې تر ۸ زرو ډېر ماشومان او تر ۶ زرو زیاتې ښځې شاملې دي.
په تېرو ۷۸ ورځو کې ۳۱۰ طبي کارکوونکي او ۱۰۰ خبریالان شهیدان شوي او د ملکي دفاع ۳۵ کارکوونکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسراییل د حماس د مهم مشر حسن العطریش د وژلو ادعا ردوي او حماس ته د وسلو په رسولو تورن دی.

په همدې حال کې د امریکايي ورځپاڼې تحقیقاتي راپور کې راغلي چې اسراییلو د فلسطینیانو د نسل وژنې لپاره په غزه کې دوه زره پونډه بمونه غورځولي دي.

په غزه کې د خوراکي توکو د کمښت له امله د قحطۍ خطر په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی، صهیونیسټي پوځ نن د څښاک د اوبو وروستی کارخانه هم ویجاړه کړه.

Leave a reply