ملګرو ملتونو د یو راپور پۀ خپرولو سره ویلي چې پۀ تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو ډېر خبریالان وژل شوي دي

ملګرو ملتونو د یو راپور پۀ خپرولو سره ویلي چې پۀ تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو ډېر خبریالان وژل شوي دي
په راپور کې راغلي چې لا هم د نړۍ ډېری هېوادونه د خبریالانو لپاره خطرناک دي خو په ټوله کې د بیان ازادي او خبریالان د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ملاتړ له ځان سره لري.
(2021 / 11 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تېره یوه نیمه لسیزه کې سلګونه خبریالان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي چې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۲۰ز کال پورې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۲۰۰ خبریالان وژل شوي چې له دې ډلې د ځينو هغو قضیې یې لا هم نه دي څېړل شوې.
په راپور کې راغلي چې لا هم د نړۍ ډېری هېوادونه د خبریالانو لپاره خطرناک دي خو په ټوله کې د بیان ازادي او خبریالان د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ملاتړ له ځان سره لري.
یونسکو پر دولتونو غږ کړی چې د بیان ازادۍ د پياوړتیا او قوت لپاره هڅې وکړي، د خبریالانو امنیت خوندي کړي او ددوی پر وړاندې پراته خنډونه او ګواښونه له منځه یوسي.






