تحریک لبیک د فرانس سفیر شړلو غوښتنه دروغ وه: مفتي منیب الرحمان

باغي ټي وي رپورټ
د تحریک سره د حکومت پاکستان د معاهدې او د تحریک لبیک پاکستان د غوښتنه په اړه مفتی منیب الرحمان ویلي دي چې د کالعدم تحريک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) او حکومت او وفاقي وزيرانو ترمینځ د خبرو په وخت د وزیرانو دا خبره چې ټي ايل پي دا غوښتنه ده چې د فرانس سفير وشړل شي او د فرانسې سفارت دې وتړل شي دا یوه دروغ خبره او غوښتنه وه.
کراچۍ ائيرپورټ کې ميډيا سره خبرو کې مفتي منيب الرحمان وويل چې په کوم تړون کې څه شوي دي هر څه به دعمل له لارې مخې ته راځي، تړون سهار کيږي او ماښام په ټي وي باندې ويل کيږي چې تړون شوى دى. هیڅ قانوني حیثیت نلري
مفتي منيب الرحمان وويل چې دفرانسې د سفير د پاکستان نه د ویستلو د غوښتنې په اړه د وزيرانو څرګندونې دروغ دي، هغه زیاته کړه چې د ټي ایل پي سره د مذاکراتو په اړه زمونږ څه ذاتي ایجنډا نشته او نه داسې څه ذاتي ګټه یا دلچسپي لرو.
هغه وويل د لال جومات په مسله کې هم دغه شان خبره شوې وه، د لال جومات د غمجنې پېښې په اړه تش په نامه لېبرالانو بيان بدل کړ، دا د هيچا بري او ماتې نه ده، موږ مغرور نه يو او دا زمونږ بریا ده.
نوموړي تړون ته په اشارې سره وويل، چې ډېر ژر به ټي ايل پي ته د اساسي قانون د ګوند په توګه وګورو، په تړون کې چې څه توافق شوي، هر څوک به په عمل کې راڅرګند شي، سړکونه پرانستل شوي او زر به واورې چې احتجاجی لاریون هم ختم شو.
هغه زياته کړه: “د دولت ګولۍ د دښمن د وژلو لپاره دي، نه د خپل ځان د وژلو لپاره. موږ په دې هېواد کې تر ټولو وفادار يو. موږ د هيچا سند ته اړتيا نه لرو.”
ياده دې وي چې له دې وړاندې هم داسې څرګندونې شوې وې چې د کالعدم ټي ايل پي ټولې غوښتنې منل شوې وې خو د فرانسې د سفير د وتلو غوښتنه ونه منل شوه.






