راولپنډي ایکسپریس یوه بله وړاند وینه کړي ده

0
181

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان یو مشهور پخواني د کرکټ لوبغاړي او د راولپنډۍ ایکسپریس په نامه مشهور شعیب اختر د نیوزیلینډ په وړاندې د هند د ماتې له کامیابې وړاندوینه وروسته د هند په اړه یوه بله وړاندوینه کړې ده.

پخواني تیز بالر شعیب اختر هم د افغانستان په وړاندې د هند د ماتې وړاندوینه کړې ده.شعیب اختر د جیو نیوز پروګرام جشن کرکټ سره په خبرو کې وویل چې فکر کوي که هند ټاس بایلل نو دغه شان به د افغانستان نه لوبه هم اوبایلي.
انضمام الحق چې په پروګرام کې یې برخه اخیستې وه وویل چې هند د فشار له امله نیوزیلینډ نه ماتې اوخوړه او نمیبیا به د نیوزیلینډ په وړاندې د هندوستان په پرتله ډیرې منډې کړي وي.
سهیل تنویر وویل چې د هند توپ وهنه هیڅکله د هغه ځواک نه وه، خو په وروستیو دوو لوبو کې د هند بیټنګ هم له بده مرغه ناکام شو. د يادونې ده، چې تېره ورځ نيوزيلنډ هند ته ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه. د جیو نیوز رپورټ مطابق د هند راتلونکې لوبه سبا د نومبر په درېیمه نېټه له افغانستان سره ده.

Leave a reply