د ا.ا.ا د ایراني ځواکونو د ناسم چلند پۀ اړه یاد هېواد ته خبر ور کړی دی 

0
80

د ا.ا.ا د ایراني ځواکونو د ناسم چلند پۀ اړه یاد هېواد ته خبر ور کړی دی 

ایراني لوري تر خبرو وروسته ژمنه کړې چې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو سره به د متقابل درناوي په چوکاټ کې چلند کوي او د خپلو سرتېرو له لوري یې د تېروتنو د نه تکرار ډاډ ورکړی دی.

 

(2021 / 11 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

 

د افغانستان سرحدي ځواکونو د ناسم چلند په تړاو ایراني لوري ته خبرداری ورکړی دی.

رسنۍ وایي په نیمروز کې پر ګډه پوله ایراني عسکرو له افغان موټر چلوونکو او مسافرو سره پر پوله ناسم چلند کاوه چې د افغان لوري له توند غبرګون سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې افغان لوري ایراني عسکرو ته خبرداری ورکړی چې له افغان وګړو سره د ناسم چلند د تکرار په صورت کې به له ناوړه پایلو سره مخ شي.

ایراني لوري تر خبرو وروسته ژمنه کړې چې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو سره به د متقابل درناوي په چوکاټ کې چلند کوي او د خپلو سرتېرو له لوري یې د تېروتنو د نه تکرار ډاډ ورکړی دی.

Leave a reply