د پاکستان د مخابراتو ادارې (PTA) خلکو ته د جعلي لینکونو په اړه خبرداری ورکړی

0
151

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د مخابراتو ادارې (PTA) خلکو ته د جعلي لینکونو په اړه خبرداری ورکړی.

PTA وايي چې د سوشل میډیا او واټس اپ له لارې فشینګ لینکونه لیږل کیږي.

د PTA په وینا، فشینګ لینکونه د خلکو د غولولو لپاره ډیزاین شوي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی چې په دې جعلي لینکونو له کلیک کولو ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې دا هم په ډاګه شوې، چې د موبايل د ثبت په اړه جعلي لينکونه لېږل کېږي، چې د سيمونو شمېر معلوم وي.

Leave a reply