د ترکیې ولسمشر ویلي چې د اړیکو د څرنګوالي پۀ اړه لۀ طالبانو سره پۀ تماس کې یو

د ترکیې ولسمشر ویلي چې د اړیکو د څرنګوالي پۀ اړه لۀ طالبانو سره پۀ تماس کې یو
نوموړي د جي-۲۰ غونډې په څنډه کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې ترکي ډیپلوماټان په افغانستان کې د ا.ا له چارواکو سره له نږدې په تماس کې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دوی له ا.ا سره د اړیکو د څرنګوالي په اړه له طا لبانو سره غږېږي او د دواړو لورویو ترمنځ خبرې دوام لري.
(2021 / 11 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی.
نوموړي د جي-۲۰ غونډې په څنډه کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې ترکي ډیپلوماټان په افغانستان کې د ا.ا له چارواکو سره له نږدې په تماس کې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دوی له ا.ا سره د اړیکو د څرنګوالي په اړه له طا لبانو سره غږېږي او د دواړو لورویو ترمنځ خبرې دوام لري.
اړوند موضوعات:
رییس جمهور ترکیه: طالبان در روابط با ترکیه صادق باشند
د یادونې ده چې ترکیې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ویلي وو چې دوی به د کابل نړیوال هوایي ډګر امنیتي چاري په لاس کې واخلي خو ا.ا ونه منله او دا چاره یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وبلله خو وروسته یې بیا وویل چې د ترکیې فني کار کوونکي کولی شي د دغه هوایي ډګر په تخنیکي مسائلو کې مرسته وکړي.