په پاکستان کښې د اورګاړي په کرایه کښې هم ۱۰ سلنه اضافه وشوه

0
200

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د اورګاړي محکمې هم په کرایه کښې د ۱۰ فیصده اضافه کولو اعلان او فیصله کړې ده. په رسنیو کښې د چاپ شوي راپورونو مطابق د اورګاډي ریاست له نن څخه د مسافر وړونکو اورګاډو کرایه 10٪ لوړه کړې ده.

د رپورټ مطابق د اور ګاړي د ادارې مشر وايي چې د کال 2019 وروسته د اورګاړي په کرایه کښې اول ځل زیاتوالې شوي دي او هغه زياته کړه چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په پرله پسې ددې ادارې د کارمندانو معاشونه لوړېږي خو د اورګاړي محکمې کرايې نه دي زياتې شوې.
هغه وويل، چې د اورګاړي په کرایه کښې لوړوالۍ د ډالرو د ارزښت د لوړېدو او د اورګاډي د کارکوونکو د معاشونو د لوړېدو له وجهې راغلې دې.
یاده دې وی چې د پاکستان د نور ښارونو په شان په قبایلي علاقو کښې هم د سیاسي پارټیو مشرانو او نور عام اولس له خوا هم احتجاجی مظاهرې شوي ، دې مظاهره کوونکو د حکومتي چارواکو نه غوښته کړې چې دوی دې ګرانۍ کنټرول کړي، په عوام دې رحم وکړي او د خوراکی او نور د ژوند د ضرورت توکو قیمتونه دې کم کړي.
یاده دې وی چې د پاکستان حکومتي چارواکو وینا ده چې په ګراني صرف زمونږ د هیواد ستونزه نه دې ،دوی زیاتوي چې ګراني یو نړیواله ستونزه ده او ددي نه هر هیواد او د هر هیود وګړي اغیزمن شوي دي.

Leave a reply