په ملک کښې ګراني د اکتوبر په میاشت کښې تر ټولو لوړه شوې ده
باغي ټي وي رپورټ
په پاکستان کښې د روان کال په اکتوبر میاشت کې په هیواد کې د ګرانۍ شح خپلې لوړې کچې ته رسیدلې ده، د شماریاتي ادارې په وینا، د ګرانۍ کچه د 2021 په اکتوبر کې 9.2 سلنه وه، په داسې حال کې چې په سپټمبر کې دا 9 سلنه وه.
په جیو نیوز چاپ یو رپورټ مطابق د سپتمبر میاشتې په نسبت د اکتوبر په میاشت کې د چرګانو بیې 17.9 سلنه، د سبزیجاتو 15.2 سلنه او د غنمو بیه 7.2 سلنه لوړې شوي دي.
د رپورټ مطابق شماریاتو ادارې د ګرانۍ په اړه خپل میاشتنی راپور خپور کړی چې له مخې یې د روان مالي کال په اکتوبر میاشت کې د ګرانۍ کچه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د شماریاتو د ادارې په وینا، د ګرانۍ کچه د 2021 په اکتوبر کې 9.2 سلنه وه، د تیرې میاشتې په پرتله 9 سلنه وه.د رپورټ مطابق په ښارونو کې د ګرانۍ کچه په اکتوبر کې 9.6 سلنه وه، په داسې حال کې چې په کلیوالو سیمو کې دا 8.7 سلنه وه.
د شماریاتو ادراې مطابق د سپتمبر په پرتله د اکتوبر په میاشت کې د چرګانو بیه 17.9 سلنه ډیره شوې.
د اکتوبر په میاشت کې، سبزیجات 15٪ او غوړي 43٪، د پخلي تیل 40٪ او د چرګانو 35٪، په اکتوبر کې د غنمو بیعه 13٪ او د میوې بیعه 16٪ لوړه شوې ده.