په پنجاب کښې یو بل پولیس هم مړ شو
باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب په مرکز لاهور کښې د پوليس اهلکار چې د کالعدم تنظيم د غړو له اړخه زخمي شوې وو، نن په حق ورسیدو، د پولیسو په وینا، په تاوتریخوالی کې ټپي شوی ابوبکر د لاهور په عمومي روغتون کې تر درملنې لاندې وو خو حالت ی ښه نه وو او نن ی ساه ورکړه.
د جیو نیوز په ویب پانړه د خبر مطابق پولیس وايي ابوبکر په سادوکي کې د قهرجنو خلکو لخوا شکنجه شوی و. ASI ابوبکر د جهنګ اوسیدونکی دی او په 1990 کې د پولیسو په ځواک کې د کانسټبل په توګه شامل شوی وو.
دپوليسو ترمخه د کالعدم تنظيم سره په نښتو کې د وژل شوؤ پوليسو شميره پينځوؤ ته رسيدلې ده.
د پولیس اهلکار د کورنې سره د غمرازې څرګندونې لپاره آئي جي پنجاب قصور کښې د شهيد پوليس اهلکار غلام رسول کور ته رسيدلې اود شهيد غلام رسول وړې لور سره ی لیدلي دي.د مړ شوي پولیس اهلکار وړې لور د پولیس چارواکي په مخکښې ژړلي دي.
د جیو نیوز خبر مطابق آئي جي پنجاب راو سردار علي هم په چونيان کښې د شهيد اے ايس آئي محمد اکبر کور ته هم ورغلې او د هغه خاندان سره ئې خواخوږي څرګنده کړې ده۔