چاودنه کښې یو تن مړ شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په بلوچستان صوبه د حب په سیمه کښې یو چاودنه شوې ده، دا چاودنه د د حب په آر سي ډي روډ باندي شوې ده چې پکښي يو کس مړ او دوه ژوبل شوي دي۔حب د صوبه بلوچستان ۴۹ یوکم پنځوسم لوی ښار دې.
په حب کښې ځای پولیسو چارواکو مطابق دا چاودنه په يوه موټر شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
پولیس وايي سیمه یې کلابنده کړې او د چاودنې د نوعیت معلوملو لپاره پلټنې روانې دي. یاده دې وی چې د پاکستان په صوبه بلوچستان کښې د ډیر وخت نه د هزاره ټولني کسان په نښه کیږي ، دلته ملک دښمنه ګروپونه په داسې جرمونو کښې ککړدي ، د چارواکو مطابق دې ترهګر ګروپونو د هند سره اړیکې دي چې هغوی غواړي په پاکستان او صوبه بلوچستان کښې بدامني خپره کړي ، د چارواکو مطابق (بي ، ایل ، اې) بلوچستان لبریشن آرمی) یو داسې ډله دې چې په سیمه کښې په ګنړ شمیر بریدونو کښې ککړه ده.






