آي ایم ایف سره مسلې هوارې شوي دي: شوکت ترین

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د قومي خزانې سلاکار شوکت ترین ویلي چې د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) سره مسلې هوارې شوي دي او د IMF سره تړون به روانه اونۍ حتمي شي.
اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د مالیې سلاکار شوک ترین وویل چې په ملک کښې د ګرانۍ کنټرول لپاره هدفي مرسته ورکوو.
هغه اوویل چې ګراني یوه نړیواله ستونزه ده، کورونا وبا د صنعت او سوداګرۍ سیکټرو ته ستونزې را ولاړې کړي او د محصولاتو سپلایی ی بده متاثره کړې ده.
هغه وویل: “نړیوال نرخونه زما په کنټرول کې ندي.” د پاکستان د ګمرکونو عصري سیسټم به د سوداګرۍ شفافه کولو کې مرسته وکړي او د سنګل ونډو په ذریعه به په مني لانډرنګ قابو موندل شي.
دماليې سلاکار شوکت ترين وويل پاکستان دتجارتي مرکز اؤ ترانزيټ منصوبې لپاره هلې ځلې کوي، دمنځنۍ ايشيا اؤ نورو سيمو ترمينځ دتجارت زياتولو لپاره گامونه اخستل شوي دي او دې نوى نظام سره به په جعلی توګه د کاروبار مخنیوي او هم دغه شان د رشوت مخه به هم ونیول شي.