د بلوچ پیوستون کمېټۍ مارچ اسلام اباد ته رسېدلی دی، چې پرېس کلب ته د تلو اجازه نه ورکولو ورسته ګډونوالو په 26 نمبر چونګي کې دھرنه وکړه.

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچ پیوستون کمېټۍ مارچ اسلام اباد ته رسېدلی دی، چې پرېس کلب ته د تلو اجازه نه ورکولو ورسته ګډونوالو په 26 نمبر چونګي کې دھرنه وکړه.
تربت کې د ډزو په نتيجه کې د وژل شوي ځوانانو د پېښې د عدالتي پلټنې او د لادرکه شويو کسانو د بېرته راګرځولو لپاره له تربت څخه پيل شوی لانګ مارچ اسلام اباد ته رسېدلی دی.
کله چې د بلوچستان د لادرکه شوو کسانو د خلاصون غوښتنې لپاره د بلوچ پیوستون کمېټۍ مارچ اسلام اباد ته ورسېد، نو ضلعې انتظامیې او پولیسو په 26 نمبر چونګۍ کې د مظاهره چیانو مخه ونیوله.
د ضلعي انتظاميي وينا ده چي مظاهرين دي ايف نائن پارک کښي اوسي او د وفد ملاقاتونه به هم هغه ځايه کيږي ولي مظاهرينو غوښتنه کړي ده چي دوي به نيشنل پريس کلب مخي ته دھرنا ورکړي۔
د یووالي مارچ مشر محبان بلوچ ویلي چې د بلوڅانو لپاره د فدراسیون پریس کلب بند نه شي.د لانګ مارچ په برخه والو کې تربت کې د ادعا له مخې د وژل شوو ځوانانو خپلوان او د لادرکه شوو کسانو کورنۍ هم شاملې دي.






