د پاکستان مسلم ليګ ن جنرل سيکرټري احسن اقبال وئيلي دي چې نوازشريف د پارټۍ له لوري د وزيراعظمۍ اميدوار دے

0
246

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ ن جنرل سيکرټري احسن اقبال وئيلي دي چې نوازشريف د پارټۍ له لوري د وزيراعظمۍ اميدوار دے

نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې احسن اقبال اوويل چې د هوا رخ د مسلم ليګ (ګ) په طرف روان دے، د بلوچستان نه ډير خلق مسلم ليګ (جي) کښې شامل شوي دي، په آئي جي پي کښې زياتره د پي ټي آئي، ايم اين ايز او ايم پي ايز شامل دي۔

ده ووئيل تر اوسه دا فيصله نه ده شوې چې د پنجاب اعلا وزير به څوك شي٬ مسلم ليګ ن به په بلوچستان كښې په اکثريت ترلاسه كولو بريالي شي۔

ده ووئيل مونږ به د پي ټي آئي باني سره په هر صورت جنګ كوو، د پي ټي آئي باني په كال 2014م كښې په پارليمنټ حمله وكړه نو بايد هغه نااهله كړې شوې واي كوم چې په دې كښې شامل نه دي دوي له كومو ستونزو سره مخ نه دي۔

Leave a reply