د تحريک انصاف مشر حسان نيازي په عامو انتخاباتو کې د ګډون فيصله کړې ده.

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د تحريک انصاف مشر حسان نيازي په عامو انتخاباتو کې د ګډون فيصله کړې ده.
د حسن نيازي مور په لاهور هائي کورټ کښې د نامزدګۍ کاغذونو د دستخط کولو اجازت لپاره درخواست جمع کړے دے چې پکښې وفاقي او پنجاب حکومتونه او کمانډنګ افسر اړخونه جوړ کړے شوي دي۔
په درخواست کې استدلال شوى چې اليکشن کميشن دانتخاباتو مهالوېش اعلان کړى، حسن نيازي نه نااهل دى او نه مجرم دى، هغه دا مهال په توقيف کې دى.
درخواست کښې استدعا شوې چې عدالت دې حسن نيازي ته د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو عمل مکمل کولو اجازت ورکړي او د عدالت اوتھ کمشنر حسن نيازي ته دې د نامزدګۍ کاغذونو تصديق او دستخط کولو اجازت ورکړي






