په غزه کښې د اسرائیلو وحشیانه عملیات دوام لری چې د صهیونیسټی پوځیانو په حملو کښې په یوه ورځ کښې سل فلسطینیان شهیدان شوی دی

باغی ټي وي رپورټ
په غزه کښې د اسرائیلو وحشیانه عملیات دوام لری چې د صهیونیسټی پوځیانو په حملو کښې په یوه ورځ کښې سل فلسطینیان شهیدان شوی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت تایید کړې، چې اسرائیلو پر غزې وحشیانه بمبارۍ کړې، چې په ترڅ کې یې په یوه ورځ کې ۱۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د اسراییلو پوځ یو ځل بیا په لویدیځه غاړه کې چاپه وهلې چې د تباس په ښار کې د چاپې په ترڅ کې ګڼ شمیر فلسطینیان نیول شوي دي چې په ترڅ کې یو شمیر فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.
د هلام احمر په وینا، اسرائیلي ځواکونو د چاپې پر مهال ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې یو ۱۶ کلن هلک ټپي شو، په داسې حال کې چې اسرائیلي پوځیانو دوه کورونه هم ویجاړ کړل.
بلخوا د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسف اجرایوي مشر وايي، په غزه کې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له امله په راتلونکو ورځو کې د ډېرو ماشومانو د مړینې احتمال شته.
د بله پلوه د اسراییلو پوځ وايي چې په غزه کې د جګړې په ترڅ کې یو اسراییلی عسکر وژل شوی او یو بل عسکر سخت ټپي شوی دی.






