پاکستان او د اسیا پراختیايي بانک (ADB) تر منځ د یو میلیارد ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پورونو تړونونه لاسلیک شول

0
63

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: پاکستان او د اسیا پراختیايي بانک (ADB) تر منځ د یو میلیارد ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پورونو تړونونه لاسلیک شول.

د اسیا پراختیايي بانک چارواکو له پاکستان سره دغه تړونونه تایید کړل.

د اسیا پراختیايي بانک د چارواکو په وینا، له پاکستان سره په تړونونو کې د بودیجې تمویل، د کورنیو سرچینو د جلبولو پروژې، د ښځو د مالي ځواکمنتیا په ګډون ټولټال ۶ پروژې شاملې دي.

د اسیا پراختیايي بانک او پاکستان ترمنځ د تېرې جمعې په ورځ تړونونه لاسلیک شول.بل خوا نړیوال بانک هم پاکستان ته د ۳۵۰ ملیون ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې چې له هغې وروسته به پاکستان د اسیا پراختیايي بانک او نړیوال بانک څخه ټولټال ۱ میلیارده ۵۵ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

د ورلډ بينک ترمخه دغه قرض پاکستان ته د رائز ټو پروگرام لاندې منظور کړے شوے دے، د قرضې ورکولو مقصد د پاکستان مالي انتظام، دوامداره او جامع اقتصادي پرمختگ لپاره د سيالۍ استعداد ته وده ورکول دي.

Leave a reply