د مسلم ليګ ن مشر کيپټن ريټائرډ صفدر اعوان وئيلي دي چې د پارټۍ مشر نواز شريف به د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 15 نه انتخاباتو کښې برخه اخلي

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر کيپټن ريټائرډ صفدر اعوان وئيلي دي چې د پارټۍ مشر نواز شريف به د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 15 نه انتخاباتو کښې برخه اخلي۔

ميډيا سره خبرو کښې کيپټن ريټائرډ صفدر وئيلي دي چې پخوانې وزيراعظم نواز شريف به د اين اے 15 مانسهره نه انتخابات کوي۔

ده ووئيل چې سبا پنجشنبه د دسمبر په 21مه نېټه به نواز شريف د نامزدګۍ کاغذونه جمع كوي۔

کيپټن ريټائرډ صفدر زياته کړه چې نوازشريف به د مانسهرې نه ايم اين اے جوړيدو سره په څلورم ځل وزيراعظم شي، نوازشريف به د خېبرپښتونخوا د 24 کالو محرومي د وزيراعظم په توګه حل کړي۔هغې په ټاکنو کې د ګډون نه کولو اعلان وکړ او ويې ويل چې مريم نواز به له پنجاب څخه د قومي او صوبايي اسمبلۍ په څوکيو کې برخه اخلي.

د مسلم ليګ ن مشر ويلي امير مقام به د خيبر پښتونخوا راتلونکی وزيراعلي وي.

ياده دې وي چې د قومي اسمبلۍ حلقه اين اے 15 د مسلم ليګ (ن) قوي حلقه ګڼل کيږي، چې د کال 2018 په ټولټاکنو کې د کېپټن صفدر ورور له دې حلقې څخه بريالي شوي وو، په داسې حال کې چې کېپټن ريټائرډ صفدر په 2013 کې هم له همدې حلقې څخه بريالي شوي وو.


Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *