پي ټي آئي باني خلاف ئي کوم بيانونه نه دي ور کړي او بيا به هم دا کار نه کوي: محمود خان

0
61

باغی ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي او د پاکستان تحريک انصاف پارليمنټ چيرمين محمود خان وئيلي دي چي د پي ټي آئي باني خلاف ئي کوم بيانونه نه دي ور کړي او بيا به هم دا کار نه کوي۔

په خپل يو بيان كښې محمود خان ووئيل زما ټولې ميډيا خبرې او ويناوې د ريكارډ برخه دي په كوم كښې چې ما د تحريك انصاف د پخواني مشر په ضد بيانيه نه ده استعمال كړې۔

محمود خان وويل دا زما د ايمان برخه ده چې هيڅکله به دهغه په ​​ضد خبرې نه کوم، دا زمونږ دپښتنو دودونو خلاف هم ده.

Leave a reply