په بنګله دیش کې د اپوزیسیون د بنګله دیش ملي ګوند (BNP) لا دمخه د جنورۍ د اوومې ټولټاکنې بایکاټ اعلان کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د اپوزیسیون ګوندونو په غوښتنه زرګونه کسان سړکونو ته راووتل، د لومړۍ وزیرې حسینه واجد پر ضد یې شعارونه ورکول او د حکومت د استعفا غوښتنه یې کوله.
په بنګله دیش کې د اپوزیسیون د بنګله دیش ملي ګوند (BNP) لا دمخه د جنورۍ د اوومې ټولټاکنې بایکاټ اعلان کړی دی.
د اپوزیسیون ګوند غوښتنه کړې چې د جنورۍ په اوومه ټاکنې دې د نگران حکومت په مشرۍ ترسره شي.
د بنګله دېش په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د بنګله دېش لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد د پنځم ځل لپاره د صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندیده ده، په داسې حال کې چې نوموړې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د صدراعظمې څوکۍ په غاړه لري.






