په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو پر ضد په ټوله نړۍ کې پراخ لاریونونه روان دي.

0
131

باغی ټي وي رپورټ
په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو پر ضد په ټوله نړۍ کې پراخ لاریونونه روان دي.

د برتانوي مېډيا له مخې په شمالي لندن كښې د يوې احتجاجي غونډې په مهال مظاهره چيان د اسراييلو د سفير كور ته ورسيدې چرته چې دوي د “فلسطين د ازادۍ او په غزه كښې د جنګ بندولو” نعرې وهلې۔

په سویډن کې هم د فلسطین په حق کې مظاهرې وشوې او په پلازمینه ستاکهولم کې په سلګونو کسانو د فلسطین بیرغ په لاسونو کې د اوربند غوښتنه وکړه.

په هسپانیه کې یو زیات شمیر ماشومانو او لویانو د پارلمان مخې ته مظاهره وکړه او د غزې له هغو ماشومانو سره یې پیوستون څرګند کړ چې د اسرائیلي پوځ له خوا ځورول کیږي.

بايد يادونه وشي چې په ملګرو ملتونو کې د غزې د اوربند پر پرېکړه ليک باندې د رايې ورکولو څخه د برتانيې د استازي د نه حاضرېدو په اړه د سکاټلنډ د نېشنل ګوند مشر سټيفن فلين د لومړي وزير ريشي سونک نيوکه وکړه او ويې ويل، چې زموږ هېوادوالو په زړورتيا رايه ورکړه. اوربند خو بریتانیا په بې شرمۍ سره له رایې ورکولو ډډه وکړه.

سټیفن فلین د بریتانیا پر صدراعظم سختې نیوکې وکړې او پوښتنه یې وکړه چې ایا صدراعظم کولای شي د غزې د هغو ماشومانو لپاره چې د بمبارۍ له امله مړه شوي، د کرسمس پیغام خپرولې شي.

Leave a reply