د ټریفک په پیښه کښې ۴ کسان مړه شوي

باغي ټي وي رپورټ
په کوهاټ کښي انډس هائي وے باندي پنډي انټرچينج سره نزدې د مسافرو یو فلاینګ کوچ او د بل ګاړي ترمينځه د ټکر په نتيجه کښي څلور کسان مړه ، پینځه ښځې او دوه نور کسان ټپیان شوي دي۔
دپوليسو دچارواکو ترمخه دګاړو د ټکر نه وروستو مسافر کوچ يو ژورې کندې ته ور اوغورزیدو چې له امله يې څلور کسان په موقع مړه شول اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.
د سرچینو ترمخه امدادي کارکوونکو ژوبل کسان نزدې روغتون ته رسولي دي ، په دې زخمیانو کشې پینځه ښځې ټپيانې شوې دي.
د سرچینو ترمخه نن پاک افغان پوله تورخم سره نزدې په لنډیکوتل کښې هم په تورخم او پیښور لویه لار یو د ټریفک په پیښه کښې درې کسان ژوبل شوي دي، د سرچینو ترمخه د لنډیکوتل یو اوسیدونکي خادي شاه ګاړۍ ددې پیښې سره مخ شوي دي خو د سرچینو ترمخه د زخمیانو کسان د خطرې وړ نه دې .






