د نشه یی توکو په تور کښې نیول شوې ښځه آزاده کړې شوه

0
320

باغي ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ حکم جاري کړې دې چې د چیک هیواد ماډل تيريسا کومه چې د نشه يي توکو د قاچاق په مقدمه کې د اته نيم کالو لپاره بندې شوې وه ، عدالت دا سزا لغوه کړې او دوه نيم کاله وروسته يې د خوشې کولو امر کړی دی. ماډل ټیریسا د کوټ لکپت په جیل کې زنداني وه او په لاهور هايي کورټ کې د خلاصي لپاره اپیل کړې وو.

ياده دې وي چې د بهرني هیواد ماډله تيريسا د ۲۰۱۸م کال په دسمبر مياشت کې د لاهور هوايي ډګر څخه نيول شوې وه او د ګمرک چارواکو ددې ماډل خلاف مقدمه کړې وه.
د نشه یی توکو د تور او د کسټم ډیپارټمنټ د مقدمې نه پس د لاهور سیشن کورټ په حکم ماډل ټیریسا ته د ۲۰۱۹ کال په اپریل میاشت کې د اته نیم کالو بند سزا واورول شوه. د ماډل ټیریسا سره د نشه یی توکو په قاچاق کښې شریک یو بل تورن د ثبوتونو د نشتوالي له امله بري شوې وو.

Leave a reply