حکومت د کورونا وبا د مخنیوي لپاره ښه ګامونه پورته کړي: عمران خان

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کښې ویلي دي چې د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د مخینوی او ددې وایرس د نه خپریدلو لپاره ډیر ښه ګامونه پورته کړي دي.
عمران خان سره دهغه د اقتصادې د پوهانو ټیم غړو ملاقات وکړ او هغه ته يې په نړيوال مارکيټ کې ګرانۍ او د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو په زياتېدو معلومات ورکړل.
وزيراعظم عمران خان وینا ده چې د کرونا وبا او په نړيوال مارکيټ کې دخوراکي موادو اؤ پټروليم بیعې په چټکۍ سره لوړيدو سره سره حکومت دبیعو کمولو لپاره گامونه اخلي.
عمران خان اوویل چې د پاکستان حکومت د ملک اقتصاد ته وده ورکول لپاره پوره پوره کوششونه کوي او اړوند ادارو ته ی ویلي دي چې د عوامو د سهولتونو او اسانتیاوو لپاره هر ممکن ګام واخلي.





