په لنډیکوتل کښې هم د بلدیاتي ټاکنو لپاره هلې ځلې پیل شوي دي

0
141

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا نور ضلعو په شان د ضلع خیبر په هیډکوارټر لنډیکوتل کښې هم د بلدیاتي ټاکنو په اړه هلې ځلې پیل شوي دي ، د بیلابیلو سیاسي پارټیو او آزاد امیدوارانو د خپلو ځانونو د نامزدګۍ لپاره د اړوند سرکاري دفترو نه کاغذونه ترلاسه کړي دي. د ځای خبریالانو او چارواکو مطابق عدنان شينواري د لنډي کوتل بلدياتي انتخاباتو د صدارت لپاره د انصاف دوست پینل لخوا د اسسټنټ کمشنر دفتر نه د نامزدګۍ کاغذونه ترلاسه کړي دي

د انصاف دوست پینل د چیئرمېن لپاره د کاغذونو ترلاسه کولو په موقع عدنان شینواري وویل چې په بلدیاتی انتخاباتو کې به په پوره قوت سره برخه اخلي او د ټاکنو به د انصاف دوست پینل وګټي.
د لنډي کوتل تحصيل بلدياتي انتخاباتو لپاره د کاغذونو ترلاسه کولو په موقع د انصاف دوست پینل نور غړي عظمت علي شينواری او د لنډيکوتل مشهور ديني عالم مولانا شعيب قادري هم موجود وو.
یاده دې وی چې د ځای خبریالانو او سرچینو مطابق په لنډیکوتل کښې د پي ټي آي پارټۍ غړي او نور مشران په څو ډلو کښې تقسیم دي او هر یوې ډلې خپل خپل امیدوار میدان ته راویستلې دې. د صوبای حکومت د بلدیاتي ټاکنود اعلان مطابق په قبایلي ضلعو باجوړ، مهمند او ضلع خیبر هم سږ کال بلدیاتي ټاکنې کیږي.

Leave a reply