کرکټ چیمپینز ټرافي 2025 په پاکستان کې د ترسره کیدو په اړه د ICC او پاکستان کرکټ بورډ ترمنځ یو تړون لاسلیک شو

0
265

باغی ټي وي رپورټ
د کرکټ چیمپینز ټرافي 2025 په پاکستان کې د ترسره کیدو په اړه د ICC او پاکستان کرکټ بورډ ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.
په دغه معاهده د آئي سي سي جوناتھن او د پي سي بي د انتظامئي كمېټۍ چيئرمېن ذكا اشرف لاس ليك كړو چا چې د معاهدې په اړه د آئي سي سي چارواكو ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔
د پي سي بي چيئرمېن نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ته د چيمپيئنز ټرافي په غوره طريقه د کوربه توب په اړه بريفنګ ورکړو او د ټرافي ګډون کوونکې ټيمونو ته يې د فول پروف سيکيورټي باور ورکړو۔
د آئي سي سي چارواکو د ذکا اشرف په بريفنګ د اطمينان څرګندونه وکړه چې وروسته معاهده حتمي شوه.

Leave a reply