پاکستان تحریک انصاف لاهور هائي کورټ کښې د الیکشن کمیشن نوټیفیکیشن خلاف درخواست دائر کړې دې

0
75

باغی ټي وي ربورټ
پاکستان تحریک انصاف لاهور هائي کورټ کښې د الیکشن کمیشن نوټیفیکیشن خلاف درخواست دائر کړې دې.

د پارټۍ د سرچينو له مخې عمران خان د جيل نه وغوښتل چې د آروس او ډي آر اوز تقرر دې چيلنج کړي.

دسرچينو ترمخه عمير نيازي په جيل کې دپي ټي ائي پخواني چيئرمين سره تر ليدنې وروستو لاهور هائيکورټ کې درخواست جمع کړى اؤ دعمير نيازي په لوري ابوذر سلمان نيازي لاهور هائيکورټ کې حاضر شوى دى.

سرچينې وايي، سلمان ابو زرنيازي د لاهور هايي کورټ په حکم عمران خان ته مبارکي ورکړې وه.

د تحريک انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر د عمير نيازي غوښتنه د پارټۍ فيصله وبلله او ويې ويل چې دا غوښتنه د پي ټي ائي لخوا شوې او مونږ يې منلي يو.

ابوذر سلمان نيازي وويل عمران خان د کور کميټۍ په حکم لاهور هائي کورټ کې درخواست جمع کړی دی.ياده دې وي چې سپريم کورټ د لاهور هائي کورټ د ډسټرکټ ريټرننګ افسرانو (ډي آر اوز)، ريټرننګ افسرانو (آر اوز) او اسسټنټ ريټرننګ افسرانو (اے آر اوز) د مرستيال په توګه د تقررولو په اړه د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن معطل کولو په فيصله عمل درآمد کړې دې۔ کمیشنرانو د ټاکنو کمیسیون ته امر وکړ چې نن د ټاکنو مهالوېش اعلان کړي.

Leave a reply