د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلي جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسين شاه سره د پخواني اسمبلۍ غړي منصور خان په مشرۍ کې د مروت مشرانو يو پلاوي ليدلي
باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلي جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسين شاه سره د پخواني اسمبلۍ غړي منصور خان په مشرۍ کې د مروت مشرانو يو پلاوي ليدلي او په سيمه کې يې کرنيزو ځمکو ته د اوبو رسولو په اړه خبرې کړي دي.
په غونډه كښې د سيكتر آبپاشي نه علاوه د آبپاشي ادارې نور اړونده چارواكي هم موجود وو۔نګران وزيراعلې اړوندو چارواكو ته هدايات وكړل چې د مروت كانال نظام په بشپړه توګه فعالولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته كړې شي۔
وزيراعلي سره د ملاقات په مهال وزيراعلي اوويل چي د باران ډيم د پاتې مرمت كار زر تر زره سرته رسولو لپاره ضروري فنډونه دې په ترجيحي بنيادونو وركړې شي۔
سرپرست وزير د کانال د امنيت ساتنې مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو دندو پابند وګرځي او ويې ويل چې په غير قانوني ډول د کانال د تخريب او زيانمنونکو پر ضد دې ژر تر ژره اقدام وشي.
هغه کسان چې کانال ته زیان رسوي باید دوسیې ثبت شي، څوک چې د دې غیر قانوني عمل ملاتړ کوي هم به یې عاملین وګڼل شي.
سید ارشد حسین زیاته کړه، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې عامه شتمنیو ته زیان ورسوي، د چا حق وژل او د چا حق تر پښو لاندې کول هم فساد دی.