اليکشن کميشن د 2024ء عام انتخاباتو شيډول جاري کړے دے

0
177

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د 2024ء عام انتخاباتو شيډول جاري کړے دے۔

د اليکشن کميشن ترمخه د عامو انتخاباتو لپاره به پولنګ د فرورۍ په 8مه نيټه 2024م ترسره کيږي۔ د شيډول مطابق اميدواران به د دسمبر د 20مې نيټې نه تر 22م دسمبر پورې د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولې شي او د نامزدګۍ کاغذونه به د دسمبر د 24مې نيټې نه تر 30م دسمبر پورې څيړل کيږي.

د شيډول لاندې د نامزدګۍ کاغذونو د رد يا ردولو په ضد د اپيلونو د جمع کولو وروستې نېټه د جنورۍ 3، 2024 ده په داسې حال کې چې د جنورۍ 10، 2024 به د اپېل په اړه د استيناف محکمې د پرېکړو وروستۍ ورځ وي
د انتخاباتو د مهالوېش له مخې د كانديدانو وروستى لېسټ به د جنورۍ په 11مه نېټه جاري كولې شي او د كانديدانو د واپسۍ وروستې نېټه به د جنورۍ 12مه نېټه وي۔

Leave a reply