پاکستاني اولس لپاره ښه زیرې، د پیټرولیم توکو بيې راټيټې شوې

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د پیټرولیم توکو بيې راټيټې شوې.

د خزانې وزارت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

د نوټيفيکيشن له مخې د پټرولو په بيه کې ١٤ روپۍ في ليټر او د ډيزلو په بيه کې ١٣ روپۍ ٥٠ پيسې في ليټر کمى شوى دى.
د پټرولو نوې بيه ۲۶۷ روپۍ ۳۴ پيسې او د ډيزلو نوې بيه ۲۷۶ روپۍ ۲۱ پيسې ټاکل شوې ده.

د خزانې وزارت هم د تېلو په نرخ كښې 10 روپې 14 پېسې في ليټر او د لائټ ډيزل تېلو په بيه كښې 11 روپې 29 پېسې كمې كړې۔
د خاورو تیلو نوې بیه 191 روپۍ 2 پيسې او د لائټ ډیزل نوې بیه 164 روپۍ 64 پيسې ټاکلې شوې ده.

د مالیې وزارت د خبر پاڼې له مخې د نفتي توکو په بیو کې د راټیټیدو لړۍ به نن د شپې له ۱۲ بجو څخه عملي کیږي.

Leave a reply