د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسرائیلو د استخباراتو له مشر سره وکتل
باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسرائیلو د استخباراتو له مشر سره وکتل.
د اسراييلو د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سليوان او د اسراييلو د استخباراتي ادارې موساد د مشر ډيويډ برنيا ترمنځ ليدنه د موساد په مرکزي دفتر کې شوې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د موساد مشر د ایران د ګواښ په ګډون پر ستراتیژیکو مسایلو خبرې وکړې، په داسې حال کې چې دواړو چارواکو په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو د استخباراتي ادارو ترمنځ د نوې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د راپورونو له مخې، جیک سلیوان او ډیویډ برنیا په غزه کې د یرغمل شویو وضعیت په اړه هم خبرې وکړې، چې د موساد مشر د امریکا د مرستې مننه وکړه.
د موساد له مشر سره تر لیدو وروسته، جیک سلیوان د لویدیځې غاړې سیاحت ته لاړ.