دخيبرپښتونخوا په دوه ضلعو کې دترهه گرو په بريدونو کې ٤ امنيتي کسان وژل شوي دي

0
167

باغی ټي وي رپورټ
دخيبرپښتونخوا په دوه ضلعو کې دترهه گرو په بريدونو کې ٤ امنيتي کسان وژل شوي دي.

د جيو نيوز د معلوماتو له مخې، ترهګرو د خيبر ولسوالۍ د باړې د ناله په ګډه پوسته بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې ترهګرو د لاسي بمونو په ګډون درنې وسلې وکارولې، چې په پايله کې يې دوه امنيتي سرتېري شهيدان او پنځه نور ټپيان شول.

د حيات آباد ميډيکل کمپلکس هسپتال انتظاميي وينا ده چي د فرنټئير کانسټبلري 7 زخمي اهلکار به د ايچ ايم سي لخوا راوړل کيږي چي حالت ئي د خطر نه بهر دی، زخميان د نيورو سرجري، سرجیکل او آرتوپيډک وارډونو کښي داخل کړي شوي دي۔

په ټانک کې ترهګریز برید

بل اړخ ته په ټانک کښي هم د ترهه ګرئ پيښه رامخي ته شوي ده چرته چي ترهګرو په ديره روډ باندي د پوليس لائن په ګاډي حمله کړي ده۔
د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۲ تنه پولیس ووژل شول، ۲ نور ټپیان شول او د پولیسو په ځوابي برید کې ۱ تن ترهګر ووژل شو.
پوليس وائي چي ترهګرو نن ماسپښين دري نيمي بجي حمله کړي ده چي له وجي ئي ديره روډ د ټريفک لپاره بند کړے شوي او سيمه کښي د وسله والو نيولو لپاره د لټون عمليات روان دي۔

Leave a reply