پيښور هائي کورټ د اليکشن کميشن د پي ټي آئي انتخابي نښې په مقدمه کښې د حتمي فيصلې کولو څخه منع کړې ده.

باغي ټي وي رپورټ
پيښور هائي کورټ د اليکشن کميشن د پي ټي آئي انتخابي نشان په مقدمه کښې د حتمي فيصلې کولو څخه منع کړې ده.
تحريک انصاف د انټرا پارټي او انتخابي نشان مقدمې په ضد پيښور هائي کورټ ته رجوع کړې وه چې پکښې پيښور هائي کورټ اليکشن کميشن ته په عدالت کښې د اوريدنې تر ختميدو پورې د حتمي فيصلې کولو نه منع کړې وو ولې اليکشن کميشن د اليکشن کميشن په ضد مقدمه درج کړې وه کمېشن د انټرا پارټي اليکشن او انتخابي نشان مقدمه خارج کړې وه، د انتخابي نشان په مقدمه کښې پي ټي آئي ته د دسمبر په اتلسمه نيټه نوټس ورکړے شوے دے د کوم په ضد چې پي ټي آئي پيښور هائي کورټ کښې ضمني درخواست هم جمع کړے دے۔
جسټس شکيل احمد او جسټس فهيم ولي د پي ټي آئي د ضمني درخواست اوريدنه وکړه په کوم کښې چې د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګوهر علي هم عدالت کښې حاضر شو۔
بيرسټر ګوهر عدالت ته وويل چې اليکشن کميشن پي ټي آئي ته د دسمبر په اتمه نيټه نوټس ورکړی ؤ او په دې مقدمه کې پيښور هائي کورټ اليکشن کميشن ته د حتمي فيصلې کولو څخه منع کړی دی او د دسمبر په 19مه نيټه يې د انتخابي نشان د مقدمې څخه جدا کړې ده د انتخابي نښان په مقدمه کې د انتخاباتو کمېشن دويم نوټس جاري کړی او د دسمبر تر ۱۸مې نېټه يې غوښتې ده، نو د انتخاباتو کمېشن دې د انتخابي نښان په مقدمه کې هم له پرېکړې کولو ډډه وشي.






