د مقبوضه کشمیر ځانګړي دریځ په اړه د هند د سترې محکمې پرېکړه هیڅ حیثیت نه لري: وزیراعظم پاکستان

0
151

باغی ټي وي رپورټ
مظفرآباد: د پاکستان وزیراعظم انوارالحق کاکړ وايي، چې د مقبوضه کشمیر د ځانګړي دریځ په اړه د هند د سترې محکمې پرېکړه هیڅ حیثیت نه لري.

د آزاد کشمیر په پلازمینه مظفر آباد کې خبري غونډې ته د وینا په مهال وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې خلک باید د هند د سترې محکمې له پریکړې مایوسه او نا امیده نه شي، کشمیر هیڅکله د هند برخه نه وه او نه به وي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د مقبوضه کشمیر د ځانګړي دریځ په اړه د هند د سترې محکمې پرېکړه د بوټانو په خوله ده، هېڅ محکمه د کشمیریانو د راتلونکي پرېکړه نه شي کولی.

انورالحق کاکړ د کشمیریانو د ازادۍ له غورځنګ څخه د خپل بشپړ ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې د مقبوضه کشمیر په اړه هر ډول یو اړخیز اقدام پاکستان ته د منلو وړ نه دی او یوه غیر عادلانه پریکړه یې کړې ده.

د خالي په ورځ د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ ته خطاب په مهال نگران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل پاكستان مقبوضه جمو او كشمير كښې كوم څه روان دي هغه به پوره نه شي۔

نگران وزيراعظم وئيلي دي نړۍ ته وئيل غواړي چې په خپلو مفاداتو اؤ سالميت به هيڅ جوړجاړي نۀ کوي، پاکستان دکشمير په وجه درې ځله جگړه مسلطه کړې ده، که چرې درې سوه وارې هم جنگ مسلط شي نو مونږ به دا جگړه وکړو. د چا په ذهن کې هر ډول انديښنه وي، نو لرې يې کړئ.

Leave a reply