د ټاکنو کمېسیون وايي، د فبرورۍ پر اتمه د ټاکنو د ترسره کېدو ټول انتظامات بشپړ شوي

0
155

باغی ټي وي رپورټ
د ټاکنو کمېسیون وايي، د فبرورۍ پر اتمه د ټاکنو د ترسره کېدو ټول انتظامات بشپړ شوي، د ټاکنو کمېسیون د اوسني وضعیت مسوول نه شي کېدای.

په يو بيان کې اليکشن کميشن وئيلي دي چې د پي ټي آئي د چيئرمين تورونه د خلکو د ګمراه کولو ناکامه هڅه ده۔

د الېکشن کمېشن ترمخه د ډي آر اوز او آر اوز ټاکلې شوې، په ټول ملک کښې د ډي آر اوز او آر اوز ټريننګ هم شروع کړے شوے دے، د انتخاباتو شيډول نه وړاندې د ډي آر اوز او آر اوز ټريننګ کول ضروري دي، تر څو د نامزدګۍ کاغذونه زر تر زره جاري او ترلاسه کړے شي لکه څنګه چې مهال ویش اعلان شوی.

اليکشن کميشن وائي چې پي ټي آئي د ډي آر اوز او آر اوز تقررئ چيلنج کړي، د ډي آر اوز او آر اوز تقررئ معطل کيدو نه پس صورتحال باندي غور کړي او راتلونکي لائحه به ډير زر فيصله کړي۔

د ټاکنو کمېسیون هم وايي چې د ټاکنو کمېسیون د اوسني وضعیت مسوول نه شي کېدای.

د دې تر څنګ د ټاکنو کمېسیون ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ټاکنو کمېسیون د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه هر اړخیز پلان تر لاس لاندې لري او د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه ټولې موخې په خپل وخت بشپړېږي.

Leave a reply