د لاهور هائي کورټ د حراست په مهال د ملزمانو سره مرکې بندې کړې دي

0
180

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ د حراست په مهال د ملزمانو سره مرکې بندې کړې دي.

محکمې اعلان کړی چې پرته له کوم قانوني جواز پرته د مایکروفون او کیمرې له لارې د چا محرمیت ته اجازه نه ورکول کیږي.

د لاهور هائي کورټ کې جسټس علي ضياء باجوه د شهري وشال احمد شاکر د درخواست اورېدنه وکړه چې وروسته عدالت په يو ليکلي حکم کې ليکلي چې له اجازې پرته مرکه د ښاريانو په شخصي حريم کې مداخلت دی، د کوم کس له خوا د کوم کس سره تعلق نه لري. ځواب ته مجبور نه شي.

د محکمې په حکم کې راغلي، چې له بده مرغه دا ټول کارونه د دولتي چارواکو په مرسته ترسره کېږي.

عدالت په راتلونکې اوريدنه کې دپنجاب ايډوکېټ جنرل اؤ ايډيشنل اټارني جنرل څخه مرسته غوښتې اؤ پيمرا اؤ ايف آئي اے ته يې دذمدار افسرانو په ذريعه دعملياتو رپورټ وړاندې کولو حکم کړى اؤ اوريدنه يې تر 20 دسمبر پورې ځنډولې ده.

Leave a reply