د امریکا په زندان کې د بندې ډاکټرې عافیه صدیقي خور فوزیه صدیقي ویلي دي چې د خور ژوند یې په خطر کې دی

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا په زندان کې د بندې ډاکټرې عافیه صدیقي خور فوزیه صدیقي ویلي دي چې د خور ژوند یې په خطر کې دی.
له امريکا څخه کراچۍ ته د راتګ په اړه فوزيې صديقي وويل چې د عافيه صديقي پر بدن د پخوا په پرتله زيات زخمونه وو، غونډه ډېره لنډه ساتل شوې وه، ليدنه د اتو ساعتونو لپاره وه چې له دې جملې څخه يې د ملاقات لپاره يوازې درې ساعته وخت موندلی شو.
د فوزیې صدیقي په وینا د هغې وکیل ویلي چې له ډاکټر عافیه سره ناوړه چلند شوی دی.
باید وویل شي، چې د امریکا په زندان کې پر ډاکټر عافیه لږ تر لږه دوه ځله جنسي تیری شوی دی.
دا خبره د عافیه صدیقي وکیل کلائیو سټیفورډ کړې ده او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت په ډاکټر عافیه د جنسي تیري له پیښو خبر دی.
د ډاکټر عافیه وکیل کلائیو سټیفورډ سمیټ جیو نیوز سره د خبرو پر مهال وویل، ډاکټر عافیه د جنسي تیري په اړه ماته وویل چې وروسته شکایت درج شو، د زندان ساتونکو لخوا پر هغې لږ تر لږه دوه ځله جنسي تیری وشو. د زندانیانو لخوا بې شمیره جنسي ځورول شوی






