د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان تحريک انصاف د فرورۍ د 8مې نيټې عام انتخابات ځنډولو سازش کوي

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان تحريک انصاف د فرورۍ د 8مې نيټې عام انتخابات ځنډولو سازش کوي.
شهبازشريف خپل بيان کښې وئيلي دي چې د پي ټي آئي غوښتنې د عوامو تشريح سبوتاژ کولو سازش دے، د پي ټي آئي غوښتنې د انتخاباتو نه د تيښتې منصوبه ده او د سيفر په شان پي ټي آئي د 8م فرورۍ د عامو انتخاباتو خلاف سازش کوي۔
د مسلم ليګ ن صدر دا هم وئيلي چې پي ټي آئي د تل په شان دوه اړخيزه، دوکه بازي او منافقت پاليسۍ ته ژمن ده، پي ټي آئي په ميډيا کښې د انتخاباتو د ګړندي کولو لپاره درخواستونه کوي په داسې حال کښې چې په عدالتونو کښې د انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کوي، د 2018 په انتخاباتو کښې هم بيروکراسي پخپله غاړه اخستې وه. د ضلعي ريټرننګ افسرانو ذمه واري ده ولي پي ټي آئي په دغه وخت اعتراض نه وو کړي
شهبازشريف وئيلي دي چې پي ټي آئي دډي آر اوز په ضد درخواست سره لاهور هائي کورټ ته وئيلي دي، که چرې د 8م فرورۍ 2024ء ټولټاکنې وځنډيږي نو پي ټي ائي به ذمه واري وي، پي ټي ائي په ټاکنو کې هم همدغه منافقت اختياروي.
ده زياته کړه چې پي ټي ائي د آئي ايم ايف پروګرام په اړه هم ورته سازشونه کړي وو، پي ټي ائي په ملک کې د آئيني بحران په پيدا کولو سره سياسي بې ثباتي غواړي، پي ټي ائي نه غواړي چې هيواد په اقتصادي لحاظ مضبوط شي او د خلکو اقتصادي مشکلات ختم شي.






