د سایفر ایکټ ځانګړې محکمې د سایفر قضیه کې د ان کیمرې اوریدنې غوښتنه ومنله

0
218

باغي ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د سایفر ایکټ ځانګړې محکمې د سایفر قضیه کې د ان کیمرې اوریدنې غوښتنه ومنله.

د ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات ذوالقرنین پرون د استیناف څارنوالۍ د سیکشن 14A لاندې د استیناف غوښتنه اوریدله.

د اوريدنې په مهال د ايف آئي اے پراسيکيوټر رضوان عباسي په خپلو دلائلو کښې وويل چې د آفيشل سيکريټ ايکټ د سيکشن 14 لاندې د مقدمې اورېدنه دې په کمره کښې وشي.
رضوان عباسي وويل يوځل چې فرد جرم ثابت شي نو شهادتونه دې ريکارډ کړل شي او د شاهدانو د ثبتولو په مهال دې سيکرټري هم په نظر کې ونيول شي.

بلخوا د شاه محمود قريشي وکيل علي بخاري وئيلي دي چې مونږ د جيل مقدمې نوټيفيکيشن په هائي کورټ کښې چيلنج کړے وو، هائي کورټ دغه نوټيفيکيشن کالعدم ګرځولې او د خلاصې مقدمې حکم ئې ورکړے دے۔

په دې اړه قاضي له علي بخاري وپوښتل چې ته د اورېدنې پر مهال چېرته وې؟ د ټولو په وړاندې تور لګول شوی و، تور په محکمه کې ولوستل شو.
وروسته، محکمې د سیفر قضیه کې د اوریدنې لپاره د څارنوالۍ غوښتنه ومنله.

محکمې ویلي چې د اورېدنې پر مهال به یوازې د تورن د کورنۍ غړو ته د محکمې خونې ته د ورتګ اجازه ورکول کېږي.

Leave a reply