د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چین هېڅکله د لداخ مرکزي سیمه په رسمیت نه ده پېژندلې
باغی ټي وي رپورټ
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چین هېڅکله د لداخ مرکزي سیمه په رسمیت نه ده پېژندلې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ وویل چې هند په یو اړخیزه او غیرقانوني توګه د لداخ مرکزي سیمه جوړه کړې، د هند لوېدیځه برخه تل د چین سره تړاو لري، د هند د محکمې پریکړه دا حقیقت نشي بدلولی.
له بلې خوا ترکیې هم د هند د سترې محکمې د ډیسمبر د یولسمې نیټې په پریکړه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې د کشمیر مسله د دواړو هیوادونو تر منځ د کړکیچ لامل شوې ده او ویلي یې دي چې د کشمیر مسله باید د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو او خبرو اترو له لارې حل شي. .
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د هند سپريم کورټ د مقبوضه کشمير په اړه د آرټيکل 370 لغوه کولو منظوري ورکړې وه او مقبوضه کشمير يې د هند نه بېلېدونکې برخه ګرځولې وه.