د ساره انعام قتل کيس کښې ملزم شاه نواز ته د مرګ سزا او لس لاکه روپئ جرمانه اورولې شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د ساره انعام قتل کيس کښې ملزم شاه نواز ته د مرګ سزا او لس لاکه روپئ جرمانه اورولې شوې ده۔
د سيشن جج ناصر جاويد رانا د ساره انعام د وژنې مقدمې فيصله اورولې او عدالت د شاهنواز مور ثمينه شاه د ثبوتونو نشتوالي له وجې بري کړې ده.
ياده دې وي چې سارا انعام د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په ۲۲مه او ۲۳مه شپه د چک شهزاد په فارم هاؤس کې د خپل مېړه شاهنور له خوا په جمنازيوم کې کارول شوې ډمپل په سر په وهلو سره وژل شوې وه.د ساره انعام د وژنې مقدمه د يو کال نه زيات وخت روانه وه او درې بېلا بېلو ججانو د مقدمې اورېدنه وکړه، د دې نه وړاندې د سيشن جج ناصر جاويد رانا، ايډيشنل او سيشن جج عطا رباني او د سيشن جج اعظم خان هم د ساره انعام د قتل کيس اورېدنه وکړه.
شاهنواز امیر او د هغه مور ثمینه شاه د ۲۰۲۲م کال د دسمبر په ۵مه مجرم ګرځول شوي وو او محکمې د ۲۰۲۳م کال د دسمبر په ۹مه د دې قضیې په اړه پریکړه محفوظ کړې وه.