د خپل رور عمران خان د ژغورلو لپاره به د برتانیا محکمې ته مراجعه وکړي: علیمه خان

باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د بنسټ ایښودونکي عمران خان خور عليما خان اعلان کړی چې د خپل ورور او پخواني لومړي وزیر چې د سیفر په قضیه کې بندي دی د ژغورلو لپاره د برتانیا محکمې ته مراجعه وکړي.
د اډياله جيل نه بهر ميډيا سره خبرو کښې عليمه خان اوويل چې ميډيا ته په جيل کښې دننه کول ضروري وو خو ميډيا ته دننه اجازت نه وو نو مونږ ته ويل شوي وو چې مقدمه نړيوال عدالتونو ته بوځو.عليمه خان وويل مونږ ټول په دې باور وو چې ذوالفقار علي بهټو به په دار ځړولى شي، د پي ټي ائي باني هم د ذوالفقار علي بهټو په لاره روان دى، د عمران خان په اړه چې څومره چټکتيا روانه ده، له دې نه لويه ټوکه بله نه شي کيدلى.
ده ووئيل د عمران خان زامنو سليمان، قاسم او كورنۍ به په برطانيه كښې مقدمه دائروي، مونږ افسوس كوو چې مونږ نړيوالو عدالتونو ته ځو خو مونږ به د پي ټي آئي باني د فېصلې نه بچ كوو ځكه چې د مرګ سزا د عمران خان نه روانه ده۔ که د خلکو سره پېښ شي، موږ به د قانون په چوکاټ کې د PTI بنسټګر لپاره هرڅه وکړو.
د عمران خان خور زیاته کړه، چې موږ په امریکا کې د ډونلډ لوې پر ضد مقدمه چلوو، جنرال باجوه د خلکو منتخب حکومت ړنګ کړ، جنرال باجوه، حسین حقاني او ډونلډ لوى پکې ښکېل دي






